قطعنامه صلح و جوانان-کنر
موږ د کونړولایت یو شمېر دیني عالمان، ځوانان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او په دې ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي د سولې او مذاکراتو په بهیر کې د لاندې مواردو غوښتونکي یوو:
1. د خوښۍ او خوشالۍ ځای دی، چې د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو د تحریک ترمنځ د سولې خبرو په پایله کې، د افغانستان د دردېدلو خلکو لپاره د یوې اوونۍ اورکم نوی څپرکۍ رامنځته شو او موږ د دې بهیر غوښتونکي او ملاتړ کوونکي وو او یو؛
2. د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د اسلامي تحریک له مشرتابه څخه د ستاینې ترڅنګ هیله مند دی، څو د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته، د بین الافغاني مذاکراتو بهیر، چې ډیر زیاد اړین دی، ژر تر ژره پیل شي؛
3. د کونړ ولس په څو لسیزو کی د جنګ ډیره قرباني ورکړې او ورکوي یی، نوپدی توګه د جګړې په ښکیلو خواو غږ کوي، چی سولې ته غاړه کیږدي او باید نور افغان وژنه ختمه او دايمي اوربند وشي؛
4. دا چی د جنګ یو اړخ بی روزګاره ده، د دې لپاره د کونړ ځوانان په نړیواله مرستندویه بنسټونو او خصوصي سکتورونو غږ کوي، چی د کونړ ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي؛
5. موږ د کونړ ولایت ځوانان د هیواد نورو ځوانانو او نوي نسل استازي ترڅنګ د سولې په بهیر کی د ځوانانو په ګډون د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دریځ ملاتړ څخه ملاتړ کوو او افغان دولت نړیوالې ټولنې او د طالبانو څخه غواړو څو ځوانانو ته د اغیزمن قشر په توګه د سولې په خبرو او مذاکراتو کې د رول ترڅنګ د مخامخ څارنې مسولیت ورکړل شي؛
6. د سولې په بهیر کې د نوي نسل او ځوانانو د استازو په نوم جهادي تنظیمونه او د هغوی اړوند شخصیتونه، ازمویل شوي تکنوکراتان او حکومتي کارکونکي؛ زموږ (د ځوانانو او نوي نسل) استازي نه دي او له موږ څخه استازيتوب نشي کولای؛
7. د کونړ ولسونه په کونړ د پاکستان توغندیز بریدونه ښکاره تیری ګڼي او ژر ترژره یې د بندیدو غوښتنه کوي.
په درنښت
یو شمېر دیني عالمان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي
کونړ - افغانستان
د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب ۴ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د فبروري ۲۳