د لوی خدای ج په نامه
د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه
پرېکړهلیک
د ۱۳۹۱ ل.ل چنګاښ ۱۵ نېټه - کابل
څرنګه، چې سوله د افغانستان ملت او
دولت له مهمو مسائلو څخه ګڼل کېږي، د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه په هېواد
کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت او رامنځته کیدو په موخه دولتي چارواکو او نړيوالې
ټولنې ته د لاندې حل لارو وړاندیز کوي.
لومړۍ ماده: سوله یو اسلامي امر دی، د سولې بهیر کې د ښکېلو اړخونو
معقول شرایط باید په پام کې ونیول شي.
1. د پخلاینې بهیر
مخ ته وړلو کې دې اغېزمن، ملي او ښکیلو اړخونو ته منل شوي کسان رول ولوبوي.
2.
د پخلاینې بهیر دې له پروژې څخه عملي پروګرام ته
واړول شي.
3.
د سولې په پروګرامونو کې دې د ځوانانو متناسب نسبي
رول په پرېکنده ډول په پام کې ونیول شي.
دویمه ماده: د افغانستان دولت باید د پخلاینې
په بهیر کې د افغانستان ټولو قومونو ګډون په پام کې ونیسي
درېمه ماده: د افغانستان ځوانانو د
سولې ملي جرګه له افغان حکومت او د افغاني سولې مخالفينو څخه غواړي، چې د پخلاینې
په بهیر کې د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیسي او دا بهیر بین الافغاني کړي.
څلورمه ماده: هغه پروګرامونه، چې
افغان حکومت تر اوسه په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره په لاره اچولي دي، ډیری یې
په لنډمهال کې د جګړې کمزوري کولو لپاره دي. نه په هیواد کې د تلپاتې سولې د
ټینګښت لپاره. نو په دې توګه د پخلاینې بهیر باید د یوه مناسب او کاري میکانېزم پر
بنسټ مخ ته یوړل شي.
پنځمه ماده: د افغانستان ځوانانو د
سولې ملي جرګه له نړیوالې ټولنې غواړي، څو د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا،
سمبالښت او روزني په برخه کې ريښتینې هڅې وکړي.
شپږمه ماده: افغان ځواکونو ته د
بهرنیو ځواکونو لخوا د شپنیو عملياتو د سپارلو هوکړه لیک پر لاسلیک سربېره، اوس هم
بهرنی ځواکونه له شپنیو بریدونو څخه لاس په سر شوي نه دي، چې دا
کار د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د خلکو د ناخوښۍ لامل شوی دی. د
افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له افغان حکومت څخه غواړي، څو د بهرنیو ځواکونو
شپني عمليات ودروي، څو دا کار د خلکو د نا خوښۍ او د مخالفینو د زیاتېدو لامل نه شي.
اوومه ماده: د افغانستان دولت باید
ځوانانو ته د کاري زمینې په برابرولو سره، د دولت د وسله والو مخالفینو په لیکو کې
د هغوی یوځاي کیدو مخه ونیسي.
اتمه ماده: د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره باید ملي اونړیوال ضمانتونه شتون ولري
نهمه ماده: د افغانستان ځوانانو د
سولې ملي جرګه د اسلامي هېوادونو کنفرانس له سازمان څخه غواړي، چې په افغانستان کې
د سولې د راوستلو لپاره هر اړخیزې دیني او ورورولي هڅې او مرستې وکړي. که چیري د هېواد
امنیت له ګواښ سره مخ شي، افغان حکومت باید له ناپيېلو اسلامي هېوادونو څخه د پوځي
مرستو غوښتنه وکړي.
یوولسمه ماده: د افغانستان ځوانانو د
سولې ملي جرګه په هېواد کې د امریکايي پوځيانو دایمي شتون سره خپل بشپړ مخالفت
اعلانوي، خو په هېواد کې د امریکايي ځواکونو د لنډ مهاله شتون په اړه د افغان
حکومت او خلکو له پرېکړو ملاتړ کوي.
دولسمه ماده: که چیرې د افغانستان او
امریکا ترمنځ لنډ مهاله امنیتي تړون لاسلیک شي، د افغانانو سیاسي خپلواکي، ملي
حاکمیت، دیني او اسلامي ارزښتونه باید په کې رعایت او خوندي وي.
دیارلسمه ماده: د امریکا حکومت باید د
افغانستان حکومت او خلکو ته پیاوړې ژمنه او تضمین ورکړي، چې د سیمې د هېوادونو پر
ضد به د افغانستان له ځمکني او هوايي حریم څخه هېڅ ډول پوځي برید او ګټه نه پورته
کوي. خو د نړیوالو اصولو او د افغان حکومت د هوکړې په رڼا کې له ترهګرۍ سره مبارزه
کولای شي.
څوارلسمه ماده: د افغانستان ځوانانو د
سولې ملي جرګه له افغان حکومت او د امریکا له دولت څخه غواړي، چې د لنډمهاله
امنیتي تړون د لاسلیک په صورت کې دې د امریکايي ځواکونو پوځي اډې له ملکي سیمو لرې
جوړې او په خپل سري توګه د امریکايي ځواکو له تګ راتګ څخه مخنیوی وشي.
پنځلسمه ماده: د افغان حکومت د ستر
سټراټیژيک ملګري په توګه، امریکا باید له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د پولو
ستونزې په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران سره د ډیورنډ کرښې او د هیرمند د اوبو
ستونزه حل کړي.
شپاړسمه ماده: که چېرې
په افغانستان کې شته بهرني پوځي ځواکونه کوم جرم وکړي، باید د نړیوالو قوانینو او
اصولو او د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې محاکمه او مجازات شي
فساد، چې د افغانستان خلکو او حکومت پر
وړاندې یو ستر ګواښ دی له لسو کالو راهیسې په هېواد کې د ډېرو اساسي او بنستیزو
پرمختګونو مخه نیولې ده، په دې ډول د فساد له منځه وړلو په ځانګړې توګه اداري فساد
له منځ وړلو په تړاو د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له افغان حکومت او نړیوالې
ټولنې څخه غواړي، څو لاندې ټکي په پام کې ونیسي:
اولسمه ماده: پر اړیکو د وړتیاوو
حاکمیت او د وړتیا پر بنسټ د کارکوونکو ګمارنه.
اتلسمه ماده: د فساد مجرمینو او
لامیلنو محاکمه او هغوی ته جزا ورکول او په ټولو يو شان د قانون حاکمیت او پلي کول.
نولسمه ماده: په دولتي جوړښت کې د
مافیايي کړیو پر وړاندې جدي مبارزه او د دولتي امتیازانو او معاشونو زیاتوالی.
شلمه ماده: د حکومت له لوري د بهرنیو
مرستو، عادي او پراختیايي بودجې له لګولو څخه کره څارنه او کنټرول.
یوویشتمه ماده: په دولتي ادارو کې له
پورته څخه ښکته اصلاحات، نه له ښکته څخه پورته.
دوه ویشتمه ماده: د افغانستان حکومتي
جوړښت څخه د موازي دولتي ادارو له منځه وړل.
درویشتمه ماده: په
مهمو دولتي پوستونو کې د دوه ګوني تابعیت لرونکو کسانو د ګمارنې مخنیوی
زمونږ ځوانان، چې د دې هېواد د وګړو ډېره
برخه جوړوي، له ډېرو ستونزو او خنډونو سره مخ دي، چې له دغو ننګونو څخه یوه هم په
تېرو لسو کلنو کې د کارموندنې او کاري فرصتونو نشتوالی دی، چې د افغانستان ځوانانو
د سولې ملي جرګې له انده لاندې ټکي د وزګارۍ په را کمولو کې کولای شي ګټور وي:
څلورویشتمه ماده: د افغانستان ځوانانو
د سولې ملي جرګه پر دې باور ده، چې زموږ هېواد د ازاد بازار اقتصادي نظام منلو ته
چمتو نه دی، نو له افغان حکومته غواړي څو هغه په مختلط اقتصادي نظام بدل کړي.
پنځه ویشتمه ماده: د زیاتې پانګونې
لپاره د ملي او نړیوالو سوداګرو د امنیت، مالي او ځاني خوندیتوب برابرول اغېزمن رول
لري او د وزګاري له منځه وړلو او د بېروزګارۍ اوسنیو شمېرو په کمولو کې اغېزمن
رول لري.
شپږویشتمه ماده: د طبیعي زیرمو ویستل،
د کرنې میکانېزه کول، د اقتصادي بنسټونو رامنځته کول او بهر ته د ځوانو کارګرانو د
لېږلو لپاره د هوکړو لاسلیک کول د بېوزلي او بېکاري د کمولو لامل کیږي.
اوه ویشتمه ماده: د افغانستان ځوانانو
د سولې ملي جرګه له حکومت څخه غواړي، څو د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون پلي
کولو ته جدي پاملرنه وکړي او لاندې ټکي په پام کې ونیسي:
۱: په دولتي بنسټونو کې د ځوانانو د
ګمارلو لپاره د کاري تجربې د لرلو شرط له منځه وړل.
۲: د تقاعد د اصولو
بشپړ او پر وخت پلي کول او په بیلابیلو نومونو د تقاعد شویو کسانو د بیا ګمارلو
مخنیوی
د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه
په هېواد کې د ښوونیزو او پوهنیزو ستونزو د څېړلو ترڅنګ لاندې ټکي
د وړاندیز په توګه وړاندې کوي:
اته ویشتمه ماده: د دولتي پوهنتونونو
پراخول او د ملکي مرکزونو جوړول او پوهنتونونو ته د دارالمعلمینو لوړول.
نهه ویشتمه ماده: د خصوصي لوړو زده
کړو له موسسو او خصوصي ښوونځیو څخه کلکه څارنه او د تعلیمي او تحصیلي لګښتونو کمیدل.
دېرشمه ماده: د افغانستان ځوانانو د
سولې ملي جرګې غړي د افغان کډوالو لپاره د لازیاتو ښوونیزو او پوهنیزو اسانتیاوو د
برابرولو غوښتنه کوي او د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو ترمنځ بايد پراخې علمي
اړیکې ټینګې شي.
یودېرشمه ماده: د ښوونځیو په ښوونیز
او د پوهنتونونو په زدهکړهییز نصاب کې دې اړین او معیاري سمون رامنځته شي او د لیسانس
په کچه د استاذانو پرځای د لوړو علمي کچو وړ کسان وټاکل شي.
او په پای کې:
د افغانستان ځوانان د ملي یووالي او د
هېواد سترو ملي موخو ترلاسه کولو لپاره د روحیې په لرلو سره راټول شوي، څو وښيي،
چې د خپلې خاورې اړوند د مهمو ملي مسایلو په اړه بې غوره نه دي او د دغو ستونزو د
حل په لټه کې دي.
موږ ځوانان، چې د
افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې په ستره تاریخي غونډه کې جرګه شوي یو، ژمنه
کوو، چې د هر هغه خوځښت ملاتړ کوو، چې په پایله کې يې په هیواد کې تلپاتې سولې
رامنځته کېږي او هیچاته به اجازه ورنکړو، چې زموږ له ملي ګټو څخه د کس، ډلې او
ګوند لپاره ګټه پورته کړي. یو ځل بیا د لوی خدای (ج) له درباره د افغانستان غیور
ملت لپاره د ريښتینې، ورورګلوۍ او دوستانه کړنو د غوښتنه کوو او د افغان ملت
سرلوړي غواړو. له دې ځایه موږ د دې پرېکړه لیک د مادو د تعقیب لپاره پر خپلو ملي پالو
کړنو پر دوام ټینګار کوو او د پخلاینې د پلانونو پروګرامونو ناکامېدو په صورت کې به
له ۲۰۱۴ کال وروسته سولې ته د رسېدو لپاره بايد یوه بدیله تګلاره ولرو
ومن الله التوفیق
د افغانستان
ځوانانو د سولې ملي جرګه
د لویې جرګې
تالار- کابل، افغانستان
د ۱۳۹۱ د چنګاښ
۱۵مه