د بلخ ځوانانو خبرې
اترې
«د جګړې له زیاتوالي اندېښنې؛ د سولې په بهیر
کې فرصتونه او خنډونه»
د اړیکو ګروپ په
همکاري د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت «د جګړې له زیاتوالي
اندېښنې؛ د سولې په بهیر کې فرصتونه او خنډونه» تر عنوان لاندې د بلخ ځوانانو خبرې
اترې د ۱۴۰۰ د زمري په ۱۰/ د ۲۰۲۱ داګسټ ۱ د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت د ځوانانو په ګډون
جوړې شوې.
د بلخ ولایتي سکرتریت
رییسې فروزان اریا د پرانیستې ترڅنګ یې د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې
جرګې ولایتي سکرتریت د فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل.
د سولې په چارو کې د
دولت وزارت د شمال زون ریاست مرستیال غلام علي میلاد او د بلخ ولایت د اطلاعاتو او
کلتور رییس مطیع الرحمن کریمي د بلخ ولایت ځوانانو څخه یې د سولې غوښتنې د اواز
پورته کولو په هکله مننه وکړه، له حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل، چې هر څومره ژر
هیواد کې د خبرو له لارې یوې مثبتې پایلې او سرتاسري سولې ته ورسیږي.
د بلخ ولایت د حج او
اوقافو ریاست استازې مرسل شریفي په هیواد کې د روانې جګړې په عدم مشروعیت تاکید وکړ،
زیاته یې کړه، چې روانه جګړه هېڅ ډول دیني بنسټ نلري او ژر په هیواد کې جنایت، وژنې او وینه بهېدنه ودریږي.
د شمال زون د خبریالانو
د مصؤنیت کمېټې رییس محمد بشیر انصاري د خلکو په پاڅونونو او د دې حرکتونو په ناڅرګندو
عواقبو باندې خبرې وکړې. ښاغلي انصاري د سولې موضوعاتو پوښښ په اړه خبرې وکړې او د
بیان ازادي او د رسنیو ازادي په هکله یې خپله اندېښنه څرګنده کړه.
په شمال زون کې د نی
دفتر مسوولې مبینې ساعي ښځې او د سولې خبرو کې د هغوی د رول په اړه خبرې وکړې او زیاته
کړه، چې افغانستان په یوه نیابتي جګړه کې ښکېل دی او افغانان له دې جګړې څخه بېزاره
او د کلنو په لړ کې یې زیات تاوانونه ګاللي دي.
مدني فعال سید محمد یزدان
پرست د مدني ټولنو رول او د افغانستان د سولې په وړاندې د هغوی دریځ ته په اشاره زیاته
کړه، چې روانې جګړې د مالي تاوانونو ترڅنګ د عامو وګړو د وژنې او د زیاتو کورنیو د
ګدوالۍ سبب شوي دي. نوموړي له نړۍ والو بنسټونو په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو څخه
وغوښتل تر څو د مذاکراتو په لورو باندې فشار راوړي تر څو د سولې بهیر یوې مطلوبې
پایلې ته ورسوي.
د بلخ ولایتي سکرتریت
حقوقي سلاکارې نصیرې ثمر د سولې په خبرو کې د ځوانانو په رول خبرې وکړې، زیاته یې
کړه، د دې ترڅنګ، چې ځوانان د ټولنې بنسټیز ځواک جوړوي، ولې د سولې بهیر کې د ځوانانو
رول سمبولیک دی او د سولې په مذاکراتو او تصمیم نیونه کې یې غوښتنې په پام کې نه نیول
کیږي.
په پای کې د بلخ ولایتي
سکرتریت سیاسي سلاکار استاد هجرت الله همدرد د سولې بهیر کې په شته فرصتونو او ننګونو
په اړه خبرې وکړې، د جګړې د پای لپاره د افغانستان دولت او طالبانو تحریک لپاره
رامنځته شوي فرصت مهم او اساسي یاد کړ او دواړه لوري باید له دې فرصت څخه ګټه
پورته کړي.
د بلخ ځوانانو د خبرو
اترو لنډیز او غوښتنې:
1.د سولې خبرو په بهیر کې د ځوانانو او ښځو ګډون.
2.د جګړې بندېدل او د خبرو او مذاکرې له لارې د طرفینو
(حکومت او طالبان) سیاسي هوکړې ته رسېدل.
3.د سولې په خبرو کې د طالبانو نرمښت.
4.د بیان او رسنیو ازادي، د وروستیو دوه لسیزو لاسته راوړنو
ساتنه او د سولې په هوکړو کې د ښځو رول، قومي او مذهبي تفاوتونه په پام کې نیول.
5.د امنیتي او دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې د خلکو پاڅونونو
مدیریت لپاره د کړنلارې او برنامې جوړول.
6.په نړۍ والو ترهګرو باندې د نړۍ والې ټولنې فشار زیاتېدل.
7.د نظام ساتنه او د هیواد امنیتي ځواکونو څخه هر اړخیز
ملاتړ.
په درنښت
د بلخ ولایت د نوي نسل
او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت
د ۱۴۰۰ د زمري ۱۰/ د ۲۰۲۱ د اګسټ ۱
بلخ - افغانستان