بسم
الله الرحمن الرحیم
پکتیا
سولې
او د اوربند په هکله دخبري ناستې پرېکړه لیک !
د ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي ۹ /د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اپرېل ۲۸
موږ د پکتیا ولایت یو
شمېر قومي مخور، دیني عالمان، ځوانان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او په دې
ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ ملاتړي، د سولې او اوربند ناسته
جوړه او د لاندې غوښتنو د پلي کیدو تمه
لرو:
۱. په داسې حال کې، چې هره ورځ زموږ ځوانان په دواړو
خواوو وژل کیږي، په هېواد کې د کرونا ناروغۍ هم د پراختیا په حال کې ده. موږ د
پکتیا ولایت یو شمېر دیني عالمان، ځوانان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او په دې
ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي د طالبانو له تحریک او
افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د روژې مبارکې میاشتې ته د درناوي په پار، ژر تر
ژره اوربند لپاره د افغانستان د خلکو غږ ته لبیک ووایي ؛
۲-په ټوله
نړۍ(سوریه،عراق،لېبیا یمن) کې د جنګ ښکېلو غاړو د کرونا سره د مبارزې لپاره جګړه
درولې اوټول په ګډه د کرونا سره د مبارزې لپاره یو موټي شوي دي. موږ هم د ورته
اقدام غوښتنه کوو او له افغان حکومت او طالبانو څخه جدي غوښتنه کوو، چې د نړۍ نورو هېوادونو په څېر ، ژر تر ژره اوربند وکړي؛
۳- دامریکا متحده ایالات او طالبان دې د لاسلیک شوي
هوکړه لیک سره سم عمل وکړي او د افغانستان له حکومت، طالبانو او د امریکا متحده
ایالتونو څخه غواړو، څو په هېواد کې د سولې په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي؛
۴- موږ په پکتیا ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د
اړیکو ګروپ ملاتړي د افغانستان له حکومت او د طالبانو د اسلامي تحریک له مشرتابه
څخه غوښتنه کوو، څو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي؛
۵- موږ د پکتیا ولس په تېرو څو لسیزو کې په جګړه کې
ډیره قرباني ورکړې او ورکوي یي، نو په دې توګه د جګړې په ښکیلو خواوو غږ کوو، څو
سولې ته غاړه کیږدي او افغان وژنه پایته ورسوي او د سولې شته فرصت له لاسه ورنکړي؛
۶-په هغه سیمو کې چې د وسله والو مخالفينو تر
حاکميت لاندې دي، د کرونا مثبتې پېښې مخ په
زياتېدو دي، که چېرته اوربند ونشي او د کرونا پر وړاندې په ګډه مبارزه ونشي
نو لرې نه ده، چې په زرګونه خلک به د مرګ او کرونا ناروغۍ له ګواښ سره مخ شي؛
۷- موږ د پکتیا ولایت قومي مشران او ځوانان د هیواد
نورو ځوانانو او نوي نسل استازو ترڅنګ د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر ګډون د سولې
لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دریځ ملاتړ کوو. له افغان دولت، نړیوالې ټولنې او
طالبانو څخه غواړو، څو ځوانانو ته د اغیزمن قشر په توګه د سولې په خبرو او مذاکراتو
کې د رول ترڅنګ د مخامخ څارنې مسولیت ورکړل شي.
په
درنښت
د
پکتیا یو شمېر قومي مخور، دیني عالمان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او د سولې
لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ ملاتړي
پکتیا- افغانستان