د هرات د نوي نسل او ځوانانو
د سولې جرګې د غړیو ناسته
د نوي نسل او ځوانانو
د سولې جرګې د غړیو ناسته، د جرګې د جوړنکیو غړیو، د کمیټو د رئیسانو، منشیانو او
د هرات ولایت د فعاله ځوانانو په ګډون جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو پر راتلونکیو
پروګرامونو، طرحو او د سولې بهیر کې د ځوانانو د ونډې پر څرنګوالي خبرې وکړې.
په ټولیز ډول په دې
ناسته کې د لاندې شپږو موضوع ګانو اړوند پریکړې وشوې:
۱. دا ډله باید له پخوا څخه پیاوړې عمل وکړي او د هرات او
پلازمینې ځوانانو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي؛
۲. د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ستونزو په اړه
خبرې وشوې او پریکړه وشوه، چې د ځوانانو د سولې جرګه، چې ټاکل شوې په نیږدې
راتلونکي کې د زون په کچه په دې ولایت کې جوړه شي، په بریالیتوب سره جوړه شي؛
۳. په راتلونکي جرګه کې د جګړې قربانیانو نظرونه باید ډیر
منعکس شي او په فعالانه ډول ونډه ولري؛
۴. د زیاتو خلکو د خبرولو او په ډله ایز ډول د خپریدو په
موخه د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک دې چاپ او د ولسوالیو په
کچه دې خلکو ته ورسیږي؛
۵. د سولې په مذاکراتو کې د ځوانانو ونډې د عدالت غوښتنې
او فعاله ګډون لپاره، د هرات د مخورو سره ناستې او کتنې زیاتې شي؛
۶. د سولې په بهیر کې د هرات د ځوانانو د نظرونو د منعکس
کولو لپاره دې ډیر ژر په پر لیکه ډول له مذاکراتي پلاوي سره ویډیويي ناسته جوړه شي.
د هرات د نوي نسل او ځوانانو
د سولې جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د
لیندۍ میاشتې په ۱ نیټه د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه
د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.
د هرات د نوي نسل او ځوانانو
د سولې جرګه
هرات – افغانستان
د ۱۳۹۹ د مرغومې ۱۰ / د ۲۰۲۰ د ډسمبر ۳۰