د ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي ۱۶ مه / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د
مۍ ۴ مه
پکتیکا
کې د سولې، اوربند، د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک او همدارنګه د وسله والو
مخالفینو د وروستیو تهدېدونو او جګړی شدت
په اړوند د خبري ناستې څو مهم ټکي!
- د پکتیکا ولس او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په دې
وروستیو کې د طالبانو لخوا د بریدونو زیاتوالی د سولې بهیر پروړاندې خنډ بولي او
پر طالبانو غږ کوي چې د روژې مبارکې میاشتې لپاره بریدونه ودروي اوربند او یا کم
ترکمه اور کم خو وکړي.
- موږ په پکتیکا کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي،
ځوانان، دیني عالمان، مخور او د ولایتي شورا غړي د افغانستان له حکومت او د
طالبانو د اسلامي تحریک له مشرتابه څخه غوښتنه کوو، څو ژر تر ژره بین الافغاني
خبرې پیل کړي او د سولې په پروسه کې شته فرصت باید له لاسه ورنکړل شي.
#اوربند #غواړو!
#سوله #غواړو!